روغتیا

په کندز کې څلويښت زره اوږدي کسان درملني ته اړتيا لري .

٢٨-کابل باختر  دسلواغي پنځمه

 په کندز ولايت کې په نشه يي توکو دروږدوکسانو شمير له څلويښتو زرو تنو څخه اوړي  چې پنځه سوه تنه يې ښځې دي .

  دباختر داطلاعاتي اژانس  دخبريال دخبر له مخې،  دکندز ولايت دقلعه ذال  ولسوالۍ مسوولينو ، دخلکو استازو او سپين ږيرو پرون ددغه ولايت له نشه يي توکو سره  دمبارزې درياست له مسوولينو سره په خبرو کې  ويلي دي چې په دغې ولسوالۍ کې دبيلابيلو انګيزو  له مخې په نشه يي توکو دروږدو کسانو شمير زيات شوي دي .

 دوى دغه راز ويلي دي که چيري دغه ستونزه  ونه څيړل شي  .

 دغه شمير به نور هم زيات شي لکه  څنګه چې  پخوا دښځو دچارو رياست په يوه شميرنه کې روښانه کړې وه چې يواځي دقلعه ذال  ولسوالۍ په يو کلي کې څه ناڅه پنځه سوه ښځې په نشه يي توکو روږدي دي .

 دکندز  ولايت دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې داداري رييس  قاضي عبدالبصير  مرشد دقلعه ذال دولسوالۍ دخلکو خبري تائيدې کړي دي  .

 دقلعه ذال په  ولسوالۍ کې دروږدو کسانو ددرملني يو رغتيايي کلينيک شته  چې لس بستري لري دغه کلينيک  داوسنيو اړتياو ځواب نه شي ويلي .  په دې  باب ددغې ولسوالۍ دروغتيايي کلينيک مسوول عبدالقدوس مياخيل وايي په وار وار دروغتيايي او درسنيو دبرخې مسوولينو ته ويل شوي دي چې په کندز ولايت کې به دنشه يي توکو دروږدوکسانو دشمير کلني زياتوالي ته په پاملرنې سره  چې شمير يې له څلويښتو زروتنو څخه اوړي په دې برخه کې دمسوولينو له خوا هيڅ راز پاملرنه نه ده شوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته