ټولنه

په جلال اباد ښار کې ډير ستر جومات جوړيږي .

کابل باختر د غبرګولي څلورمه :
په نږدې راتلوونکي کې دننګرهار ولايت په مرکز جلال آبادښار کې ديو ډير ستر جومات دجوړولو کار پيليږي .
ټاکل شوې  ده دغه جومات ددغه ښار دسپين تاريخي جومات پرځاى چې په دې وروستيو وختو کې دسيلاونو دراوتلو له امله په قسمي ډول ويجاړ شوى دى جوړ شي .
ټاکل شوې ده ددغه جومات نقشه دافغان انجنيرانو په مرسته داسلامي معماري له ډيرو ښو سبکونو څخه په استفادې سره برابره شي .
  دننګرهار والي ګل اغاشيرزي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دى به له خپلو شخصي پيسوڅخه يو مليون ډالره ددغه جومات جوړولو ته وقف کړي .
  ده وويل چې داړتيا په صورت کې به ددغه جومات دجوړولو لپاره زياتې پيسې ورکړي .
همدا اوس دننګرهار ولايت دښار جوړولو دادارې انجنيران ددغه جومات دنقشې په جوړولو کار کوي .
دجلال اباد ښار دسپين جومات ملا امام قاري محمد مرزا ترابي وايي چې دغه جومات به دجلال اباد شاهي ماڼۍ ته څيرمه په خپل پخواني ځاى کې دلس جريبه ځمکې په ساحه کې جوړ شي .
که څه هم تراوسه پورې دسپين جومات نقشه  نه ده برابره شوې  چې دننګرهار سيمه ئيز چارواکي او دعالمانو دشورا مسوولين اټکل کوي چې په دې جومات کې په يو وخت کې تر لس زرو تنو پورې لمونځ کوونکي ځاى شي .
سپين تاريخي  جومات چې پخوا په شاهي جومات بلل کيده دامير عبدالرحمن خان دواکمنۍ په دوران کې په جلال اباد ښار کې جوړ شو خو په دې وروستيو وختو کې دسيلاونو دراوتلوله امله دغه تاريخي جومات په قسمي ډول ويجاړ شو .
همدا اوس دهرات عيدګاه اوپه کابل کې دعبدالرحمن جومات په افغانستان کې ډير ستر جوماتونه بلل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته