ټولنه

په ننګرهار کې دجګړې له امله له څه دپاسه دوه سوه بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه .

-کابل باختر د ليندى  يوولسمه :
په ننګرهار ولايت کې دجګړې له امله څه دپاسه  دوه سوه بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه .
په دې مرسته کې وريجې ، غوړي  ،  اوړه ، لوبيا ، چاى  او بوره شته چې دنړۍ دخوړو دسازمان په همکارۍ دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رياست  له خوا په اړو او مستحقو کسانو وويشل  شوه .
دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رييس غلام حيدر  فقير زي  دباختراژانس خبريال ته وويل   چې په دې پړاو کې دپچير او اګام له جګړو څخه  له ٢٠٠  تښتيدلو کورنيو   سره مرسته شوې ده .
ده وويل  هلې ځلې کوي چې دغو بې ځايه شويوکسانو ته دکور دلوازمو او جامو مرسته هم وشي .
  دننګرهار ولايت دپچير اواګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دداعشيانو  شتون او فعاليت او هم د ډار اچوونکو د ځپلو لپاره دپوځي عملياتو پيل ددې سبب شوى دى چې په سلګونو کورنۍ له خپلو مېنو او کورونو څخه بې ځايه  کيدو ته اړې شي  هغه کورنې چې زياتره  يې په جلال اباد ښار کې ديره شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته