کابل باختر د مرغومي شپاړلسمه :
درې تنه پاکستاني طالبان دميدان وردګو په ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه نن سهار په سيد اباد ولسوالۍ کې ونښته
درارسيدلو خبرونوله مخې :وسله والو طالبانو غوښتل چې څو تنه مسافران له ځان سره بوځي چې پوځيانو ددې کار مخه ونيوله .
دميدان وردګو په ولايت کې دملي اردو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې درې تنه پاکستاني طالبان وژل شوي دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل: وسله والو طالبانو غوښتل چې دسيد اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې څو تنه مسافران وتښتوي خو پوځيانو په طالبانو په بريد سره ددې کار مخه ونيوله .
0 د یوې دقیقې څخه لږ