پيښور جيونيوز باختر د زمري دولسمه :
د خيبر پښتونخوا ايالت په ځينو سيموکې دسختو اورښتونو او د سيلاونو د راوتلو له امله پنځه تنه ووژل شول او څو کورونه ويجاړ شوي دي
د باخترآژانس دخبر له مخې ، د پيښور ښار دکميشنر مرستيال وويل ، چې په بودنې نولا ناحيه کې چې خيبر ايجنسي ته څيرمه پرته ده د اوبو کچه لوړه شوې ده او سيلاونه د پيښور ښار ځينو ناحيو او ددغه ولايت ځينو نورو سيمو ته ختلي دي .
سيلاونو د استوګني کورونه ، دوکانونه ، مارکيټونه اوګودامونه لاندې کړي دي چې د څو تنو د وژل کيدو او د ودانيو د زيانمن کيدو سبب شوي دي .
د ژغورنې ټيمونه وايي چې د دغو سيلاونو له امله تراوسه پورې يو سلو پنځوس تنه بي ځايه شوي دي چې امن ساحو ته ليږدول شوي دي .
پاکستاني پوځيان زيانمنو شويو سيمو ته ورغلي دي چې د ژغورنې کار پيل کړي .
0 1 دقیقه لوستل