امنیت

١٤٨ تنه ډار اچوونکي دجاني خيلو ولسوالۍ دبيرته نيولو په عملياتو کې ووژل شول .

کابل باختر د زمري  ديارلسمه :
  دپاکستاني مليشو په ګډون ١٤٨ تنه ډار اچوونکي نن دپکتيا ولايت دجاني خيلو ولسوالۍ دبيرته نيولو په عملياتو کې ووژل شول .
دپکتيا دوالي وياند عبدالله حسرت باختراژانس ته وويل چې افغان پوځيانو دګډو عملياتوپه بهير کې له وسله والو مخالفانو څخه دپکتيا ولايت دجاني  خيلو ولسوالۍ بيرته ونيوله .
حسرت زياته کړه چې په دغو عملياتو کې ١٢١ نور وسله وال مخالفين ټپيان شول .  دپکتيا دوالي وياند وويل چې دجاني خيلو ولسوالۍ څه موده مخکې دمخالفانو له خوا نيول شوې وه اونن سهار په بشپړه توګه ددوى له شتون څخه پاکه  شوې ده .  ده زياته کړه چې په دغو عملياتو کې ديارلس تنه افغان پوځيان شهيدان او ١٧ تنه نور پوځيان ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته