کابل باختر د مرغومي څلورمه :
د فوايد عامې وزارت خبرتيا
دخصوصي او دولتي بار وړونکو وسايطو ټولو خاوندانو ته خبر ورکول کيږي چې په لويو لارو او بندرونوکې د فوايد عامې وزارت د ثابت لوړ توناژ کنترولي تلې دلنډې مودې لپاره تر بلې خبرتيا پورې تړلې شوې دي او وسايط دګرځنده تلوپه واسطه کنترول او څيړل کيږي.
د وسايطو خاوندان دې دمهربانى له مخې د فوايد عامې وزارت تاکلى نورم چې يو اکسل لود دولس ټنه دي؛ په پام کې ونيسي چې د هيواد د قير شوي سړکونو د ويجاړيدو مخه ونيول شي. له دې پرته سرغړونکي د قانون منګولو ته سپارل کيږي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ