امنیت

ملي امنیت شورا له داعش سره د مبارزې ستراتیژي په پرنسیب کې تائید کړه

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٠
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشري د ملي امنیت شورا غونډه نن ماسپښین په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
په دې غونډه کې د دفاعي او امنیتي سکتور وزیرانو د هېواد د امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د هلمند، ارزګان، فاریاب، ننګرهار، غزني، سرپل او بغلان ولایتونو په هکله د راپور د وړاندې کولو پرمهال د دښمن پر وړاندې د مبارزې او د امنیتي تهدیدونو د لري کولو په برخه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو کوښښونه او بریاوې وستایلې او د امنیتي تهدیدونو د لري کولو په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.
وروسته دملي امنیت شورا د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د ټولټاکنو د ترسره کولوپه هکله د حکومت د ژمنتیا او بشپړې ارادې په بیا اعلانولو سره د ټولټاکنو لپاره د امنیتي پلان ابتدایي راپور په هر اړخیزه توګه وارزاوه او اړوندو ارګانونو ته یې د ټولټاکنو د امنیتي پلان د طرحې د نهایي کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې. همدارنګه ملي امنیت شورا مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه، چې له ډونرانو سره د ټولټاکنو د اړتیا وړ مالي وجوه ارزونې ته ادامه ورکړي او د ټاکنو د لګښت د ورکولو لپاره هغوی ته د حکومت د ژمنه شوي تخصیص په هکله د افغانستان د حکومت د ژمنتیا ډاډ ورکړي. ملي امنیت شورا د ټاکنو د ترسره کولو په ارزښت په ټینګار اړوندو بنسټونو ته لارښوونه وکړه، چې د ټولټاکنو پروسې قانوني برنامې چټکې کړي.  
په پای کې له داعش سره د مبارزې په ستراتیژي بحث وشو. د ملي امنیت شورا د دې ستراتیژي د تدوین له موظفو ارګانونو څخه د مننې په څرګندونو سره هغه په پرنسیب کې تائید کړه او اړونده ادارو ته یې د داعش ډلې د نابودۍ، ځپلو او په افغانستان کې د هغوی د فعالیتونو د تداوم د مخنیوي په موخه هر اړخیزې لارښوونې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته