امنیت

پنځلس تنه وسله وال طالبان په غورکې ووژل شول

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٨
امنيتي ځواکونو ١٥ تنه وسله وال طالبان په غورکې ووژل. دغه کسان د پسابند ولسوالۍ د يوې سيمې د بېرته نيولو په مقصد دعملياتو په بهيرکې ووژل شول.
دغور ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال احمد فهيم قايم د باختر آژانس خبريال ته وويل: د امنيتي ځواکونو د هلوځلو له امله د پسابند ولسوالۍ په مربوطاتوکې د طالبانو له کنترول څخه آزاده شوه او د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغله.
د ده دڅرګندونو له مخې: د دغې نښتې په بهيرکې ١٥ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٥ تنه نوريې ټپيان شول او د يو زيات شمېر مړي په سيمه کې پاتې دي چې هويت يې نه دى مشخص شوى .
ده وويل: په دغو عملياتوکې يو سيمه ييز پوليس شهيد او يوبل پوليس ټپي شوى دى.
دغور ولايت امنيه قوماندان زياته کړه چې طالبانو دوه ورځې مخکې سيني سرحدي سيمه ونيوله، خو د غور له مرکز څخه ٢٠٠ تنه کومکي پوليس د دغې سيمې د بېرته نيولو لپاره واستول شول.
ده وويل: دغه سيمه د طالبانو له کنترول څخه ايستل شوې ده او اوس امنيتي ځواکونه د دغې سيمې په بېلابېلو برخوکې دامنيتي پوستو په جوړولو بوخت دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته