امنیت

د بټي کوټ ولسوالۍ په پوستو د طالبانو ناکام بريد

کابل باختر دليندي دوه ويشتمه :
د ننګرهار ولايت سيمه ئيزو مسوولينو دجلال آباد-تورخم لوى لارې ته څېرمه د بټي کوټ ولسوالۍ په ځينوسيمه ئيزو پوستو د وسله والوطالبانو د ناکام  بريدخبر ورکړ.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: تېره شپه ناوخته يوې ډلې وسله والوطالبانو په بټي کوټ ولسوالۍ کې په څو امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې د سر د زيان په زغملو سره يې د تيښتې لاره غوره کړه .
دننګرهار د والي ويندوى احمد ضيا عبدالزي باخترآْژانس ته وويل چې ددغه بريد په بهيرکې يو وسله وال طالب ووژل شو او پنځه تنه نور يې ټپيان شول. خو دسيمې اوسيدونکي په دې پيښه کې د وسله والو طالبانو د سر د زيان شمېر له دې څخه زيات بولي .
عبدالرزى وايي چې په دې پيښه کې افغان پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .
دبټي کوټ ولسوالۍ د جلال آباد-تورخم لوى لارې ته څېرمه پرته ده. دغه ولسوالۍ په وروستيوکلونوکې د وسله والو طالبانو په ګډون د تروريستي ډلو د شتون او فعاليت ډګر دى.
که څه هم پوځي مامورينو په وار واردعملياتو په ترسره کولو سره وسله والو طالبانو ته د سر زيان اړولى دى؛ خو دغو عملياتو تراوسه پورې ونه کړاى شول چې بټې کوټ له جګړه مارانو څخه پاک کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته