روغتیا

په پنجشيرکې سل بستريز روغتون جوړيږي

کابل باختر د لړم دمياشتې ٢٤ نيټه  :
دپنجشير دولايتي روغتون د جوړولو کار پرون پيل شو .
دپنجشير ولايت دعامې روغتيا رئيس ډاکتر شيردل دانش دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دپنجشيرولايت سل بستريز روغتون په  دريو بلاکونوکې جوړيږي او هربلاک به په دريو پوړونو کې په معياري ډول په دوه نيمو کلونو کې  جوړ شي.
دانش زياته کړه چې دغه روغتون دعامې روغتيا وزارت له پرمختيايي بودجې څخه ددريو ميليونو ډالرو په لګښت دپنځلس جريبه ځمکې په ساحه  کې جوړيږي چې ددغه روغتون د جوړولو دکار له ِبشپړيدو وروسته  دغه روغتون کولاى شي
چې ولادي او نسايي او عمومي داخله او  جراحۍ په څانګو کې فعاليت وکړي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته