کابل باختر دوري دمياشتې ٢٨ :
دغورولايت په دولينه ولسوالۍ کې پرون دناپيژاندو وسله والو کسانوپه بريد کې دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
قربانيان او ټپيان هغه کارګران وو چې غوښتل يې خپل کار ته لاړشي .
دغورولايت يوه امنيتي خبرځاى باخترآژانس ته وويل ؛ په دغو کارګرانو دغيرمسوول وسله وال قوماندان عصمت الله دافرادو له خوا ډزې شوې دي.
ده وويل؛ ددغه بريد دعاملينو دپيژندلو اونيولو لپاره هڅې پيل شوې دي.
6 د یوې دقیقې څخه لږ