کابل باختر دزمري اووه ويشتمه :
دداعش دډلې څلور تنه غړي نن دهېواد په ختيځ ننګرهار ولايت کې دامنيتي مامورينو په ډزو کې ووژل شول .
په دغو داعشيانو نن کله يې چې غوښتل په اچين کې دپوځيانو دعملياتو له بهير څخه پاکستان ته وتښتي دپوځيانو له خوا ډزې وشوې او ووژل شول .
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوقوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې دداعش دډلې څلور تنه غړي وژل شوي دي
ده زياته کړه چې داعشيان په اچين کې دپوځيانو له عملياتو څخه تښتيدلي و او غوښتل يې چې پاکستان ته لاړ شي چې بريد پرې وشو اوووژل شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ