ښوونه او روزنه

د سباوون ستوري خصوصي تعليمي بنسټ دېرش تنه امنيتي منسوبين وستايل

جلال اباد باخترد غويي د مياشتې ۲۷ مه
سباوون ستوري تعليمي بنسټ د ۲۰۱ سيلاب قول ارد د څلورمې پلې لوا ديرش تنه  هغه منسوبين ، چې په دندو کې يې وړتيا ښوودلې وه په ستاينليکونو ووياړل.
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پر ځای شوي وو، د سباوون ستوري تعليمي بنسټ  په استازيتوب عزيز الله پيغام د ټولو امنيتي ځواکونو په ځانګړي ډول د څلورمې پلې لوا د منسوبينو او سرتيرو قربانۍ د قدر وړ وبللې.
ده وويل: د څلورمې پلې لوا منسوبينو او سرتيرو له نورو ګډو امنيتي ځواکونو سره په همغږي کې د دغه ولايت په کوټ او اچين ولسواليو کې بريالي عمليات ترسره کړي ،چې له همدې امله يې دوی دغه قربانۍ او لاسته راوړنې ستايي.
د څلور مې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين د دغه بنسټ له  مسولينو او غړو څخه د مننې ترڅنګ له افغان ګډو ځواکونو سره دولسونو ملاتړ وستايه او ډاډ يې ورکړ ، چې د ولسونو په ملاتړ سره دسرتېرو مورال لا لوړيږي او کولای شي چې، په هرډول شرايطو کې دښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.
سنګين زياته کړه چې،افغان ځواکونه دپخوا په پرتله په عصري وسلو سمبال دي او ښې  مسلکي زده کړې يې تر لاسه کړي او په وينا يې ، چې هېڅکله به چاته اجازه ورنه کړي ، چې دولسونو ترمنځ وېره خپره کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته