امنیت

په هلمند کې دماين دچاودنې له امله دوه تنه پوليسان شهيدان شول .

کابل باختر د سلواغې څلورمه
دهلمند ولايت دناوي ولسوالۍ په يو سړک کې دښخ کړي شوي ماين دچاودنې له امله دوه تنه پوليسان شهيدان او يوبل پوليس ټپي شو .
دهلمند ولايت دامنيې قوماندانۍ دهمغږي مرستيال سمونوال محمد اسمعيل هوټک باختر اژانس ته وويل، دغه پيښه پرون دپوليسو دګزمې په وخت کې رامنځته شوه .
يوه اړونده خبرځاى وويل، ددغې چاودنې په اړوند يو تن دامنيتي ځواکونو له خوا نيول شوى دى او پيښه څيړل کيږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته