سیاست

جمهوررئیس غني ازبکستان ته په رسمي سفر روان شو

کابل باختر د ليندي  ديارلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازیګر د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته روان شو.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوررييس دوياند ددفترله خواباخترآژانس ته رسيدلې ده ويل شوې دى.
جمهوررئیس غني به په دې سفر کې د ازبکستان له جمهوررئیس شوکت میرضیایف او د دغه هېواد لومړي وزیر عبدالله عارف اوف سره ووینې او د واړو هېوادونو ترمنځ به په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پر پراختیا او همکاریو بحث او خبرې وکړي. دغه راز به د افغانستان او ازبکستان مشران ګډه اعلامیه هم صادره کړي.
د دې سفر په لړ کې به په بېلابېلو برخو کې څو موافقه ليکونه او د همکارۍ اسناد په ځانګړي ډول په امنیتي، ځمکني او هوايي ترانزیټ، اقتصاد او سوداګرۍ، لوړو زده کړو، انرژۍ او کرنې سکتورونو او د حقوقي مرستو معاهده د دواړو هېوادونو مقامات لاسلیک کړي.
جمهوررئیس محمداشرف غني به د تاشکند او بخارا ښارونو  ځینې تاریخي ځایونه وکړي او په بخاراپوهنتون کې به ډیپلوماټانو او د دې پوهنتون محصلینو او استادانو ته وینا هم وکوري.
د افغانستان د اسلامي جمهورریت له جمهوررئیس سره په دې سفر کې د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر لوی رئیس عبدالسلام رحیمي، د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیر فیض الله ذکي، د منځنۍ اسیا هېوادونو په چارو کې د جمهور رئیس ځانګړی استازی شاکر کارګر، د جمهوررئیس سلاکاران فضل محمود فضلي او شهرزاد اکبر او د جمهوري ریاست دعالي مقام دفتر عمومي ریاست د ستراتیژیکو اړیکو او رسنیو مرستیال محمد هارون چخانسوري ملتیا کوي.# پاى-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته