امنیت

په فراه کې د يوه ښوونځي په لسګونو تنه زده کوونکي مسموم شول

کابل باختر د ثور  څلورمه :
په فراه ولايت کې د يوه ښوونځي په لسګونو تنه زده کوونکي مسموم شول.
د دغه مسموميت انګيزه د هغو خوراکي توکو کارول دي بلل شوي دي چې ښوونځي ته څېرمه پلورل کيږي او يا د ګلخانه يي ګازو د خپريدو زيږنده ده .
د فراه  دوالي  وياند محمد ناصر مهري د دغه خبرپه تاييدولو سره  دباخترآژانس خبريال ته وويل: د فراه ولايت د چارباغ ليسې ٤٢ تنه زده کوونکي هلکان مسموم او روغتون ته وليږدول شول .
ده وويل: تر اوسه پورې د دغه مسموميت علت نه دى په ډاګه شوى، خو ددغه ښوونځي مسوولين وايي چې دښوونځي په شاوخوا کې د ګلخانه يي ګازو د خپريدو په علت دغه پيښه رامنځته شوې ده.
د فراه ولايت د عامې روغتيا رييس عبدالجبار شايق د دغې پيښې د مسموم شويو کسانو شمېر سل تنه وباله او زياته يې کړه چې يوشمېر دغه زده کوونکي له درملنې وروسته رخصت شوي او يوشمېر  نور يې تر درملنې لاندې دي .
ده زياته کړه چې تر اوسه پورې د دغو زده کوونکو د مسموميت اصلي علت نه دى په ډاګه شوى او تحقيقات پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته