امنیت

په فارياب کې يوملکي وګړى دناپيژاندو کسانو له خوا ووژل شو .

کابل باختر د وږي  دريمه :
ناپيژاندو وسله والو کسانو په فارياب ولايت کې يوه ملکي وګړى په ډزو سره وواژه.
دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مدير سمونوال سربلند حشام دباختر اژانس خبريال ته وويل دپښتون کوټ  ولسوالۍ ددهندرې  دکلي اوسيدونکى ملا يار محمد چې ميمنې په ښار کې يې دوکانداري کوله پرون خپل کلي ته دستنيدو په وخت کې  دسپرلۍ موټر يې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ودرول شو او دى يې په ډزو سره وواژه .
ويل کيږي چې تراوسه پورې قاتل نه دى پيژندل شوى او اړوندو ارګانونو دقاتل دنيولو په مقصد پلټنې پيل کړي دي . خو دمقتول  يو خپلوان وايي چې ښايي دغه سړى په دې تور چې ورور يې دسيمه ئيزو پوليسو په ليکوکې دنده ترسره کوي وژل شوى وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته