ښوونه او روزنه

جمهور رئیس غني د هرات پوهنتون استادانو او د متخصصینو له استازو سره وکتل

کابل باختر د کب  د مياشتې ٦ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون د هرات پوهنتون له استادانو او د متخصصینو د شورا له استازو سره په غازي امان الله خان تالار کې وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پيل کې استاد فرهمند د متخصصینو د شورا په استازیتوب جمهور رئیس ته د ټاپي پروژې د کار مبارکي وویله او په دې برخه کې یې د ده هلې ځلې د قدر وړ وبللې اوهمدارنګه یې د متخصصینو د شورا د فعالیتونو او موخو په اړه معلومات ورکړل.
هغه وویل، د متخصصینو شورا نه سیاسي جوړښت دی او نه هم اپوزیسیون، بلکې د دولت د ملاتړي او مدني بنسټ په توګه کارکوي او ستونزو ته مناسبې حل لارې لټوي.
ورپسې محمد ناصر نبي زاده د پوهنتون د استادانو په استازیتوب د خبرو پرمهال د زیربنا، تشکیل، علمي ترفیعاتو، څېړنو او نورو بېلابېلو برخو کې د پوهنتون د استادانو او محصلینو ستونزې له جمهور رئیس سره شریکې کړې.
ډاکټر مصدق د حکومت د برنامو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې حکومت دې د سولې او ثبات د تامین په برخه کې خپلې هڅې لا چټکې کړي او په دې برخه کې دې د ولس او خلکو له رول څخه استفاده وکړي.
جمهور رئیس غني استادانو او د مختصصینو شورا استازو ته د وینا پرمهال وویل، موږ په ځانګړې تاریخي مقطع کې قرار لرو او د تېرو څلوېښتو کالو بحران باید پای ته ورسوو، ځکه زموږ د ځوانانو راتلونکی، زغم او تمرکز یې ورڅخه اخیستی.
هغه زیاته کړه، د افغانستان بقا تضمین شوې او د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ د جوړېدو له برکته په هېواد کې مهمې ملي او سیمه ییزې پروژې د تطبیق او زموږ موقعیت د بدلون په حال کې دی.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، د مخته تګ لپاره واضح او اساسي تحرک پکار دی.
هغه په ټینګار سره وویل، زما تعهد له کوم خاص شخص، فامیل او حزب سره نه، بلکې له افغانستان او د افغانستان له ټولو خلکو سره دی.
جمهور رئیس وویل، د بنسټونو پیاوړتیا او بنیادي اصلاحات د دې وطن اړتیا ده.
هغه زیاته کړه، د پوهنتونونو رول باید په یویشتمه پېړۍ کې واضح وارزول شي، ځکه زموږ پوهنتونونه د یویشتمې پېړۍ په معیارونو برابر نه دي او نه هم زموږ غوښتنو ته ځواب ویلی شي.
جمهور رئیس غني زیاته کړه، د بشري قوا عالي شورا به د هېواد د پوهنتونونو او معارف د کیفیت د ښه والي په موخه شته ستونزو ته مناسبې حل لارې ولټوي.
هغه یو ځل بیا ټولو ته د ټاپي پروژې د کار د پیل مبارکي وویلې او زیاته یې کړه، هرات افغانستان ته یو نوی امید ورکړ او د ولس په ملاتړ به ټولې شته ستونزې په اساسي توګه حل شي.پاى _ سعيده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته