امنیت

دغير مسوولو وسله والو کسانو په نښته کې يوتن ووژل شو .

کابل باختر د مرغومي شپاړلسمه :
دبغلان ولايت دده صلاح ولسوالۍ په مربوطاتو کې  پرون ددوو تنو غير مسوولو وسله والو قوماندانانو دافرادو ترمنځ نښته کې له دواړو لورو څخه يوتن ووژل شو .
دبغلان ولايت دده صلاح ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل  جمال ناصر دباختراژانس خبريال ته وويل :دغه جګړه دوروستۍ زلزلې له امله په زيانمنو شويو کورنيو دمرستې دويش په وخت  کې ددوو تنو غير مسوولو قوماندانانو جمعه خان ايوب او حميد دافرادو ترمنځ دده صلاح ولسوالۍ په مرکز کې ونښته چې له امله يې  په  قوماندان ايوب پورې اړوند يوتن ووژل شو .
ده زياته کړه چې پوليس له پيښې وروسته سيمې ته ورسيدل چې دپوليسو په لاسوهنې  سره په جګړه کې ښکيل کسان له ساحې څخه وتښتيدل او حالت عادي بڼه غوره کړې ده .
داپه داسې حال کې ده چې يوه ورځ مخکې هم دوه تنه دبغلان ولايت دده صلاح ولسوالۍ په بازار کې وژل شوي و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته