امنیت

په ننګرهارکې وسله والو طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى

 دجلال آباد ښار باختردمرغومي دمياشتې٢٧نيټه:
په ننګرهارولايت کې په درېيو جلاجلا نښتوکې وسله والو طالبانو ته د سر دروند        زيان واوښت.
په دغو جګړوکې چې تېره شپه او نن سهار د حصارک او خوږياڼيو په ولسواليوکې  رامنځته شوې، د درېيو تنو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون ١٧ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او په لسګونو تنه نوريې ټپيان شول.
دغه خونړۍ نښتې تېره شپه په حصارک ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوې چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو په لسګونو تنه يرغلګر کله چې غوښتل يې په امنيتي پوستو بريدونه وکړي، له منځه يوړل  .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو جګړو کې د وسله والو طالبانو د درېيو تنو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون ١٧ تنه ووژل شول او په لسګونو تنه نوريې ټپيان شول.
د را رسيدلوخًبرونوله مخې: له دغو خونړيو بريدونو وروسته د ملي اردو سرتيرو په حصارک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له شتون څخه د پاکولو عمليات پيل کړي دي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته