کابل باختر دلړم اوولسمه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر سيدمخدوم رهين دهيواد ديوه تن خبريال سيد مولاداد يعقوبي دمړينې له امله خواشيني څرګنده کړه .
په هرات ولايت کې داريانا ټلويزيون او دپژواک دخبري اژانس تصوير اخستونکي سيد مولا داد يعقوبي دهغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه وفات شو .
ډاکتر سيد مخدوم رهين دخپلې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب دارواښاد کورنۍ او خپلوانو او دمطبوعاتو کارکوونکو ته وړاندې کوي او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ