امنیت

په هرات کې په لسګونو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

 کابل  باختر  د ثور د مياشتې ٢٣:
په شينډنډ ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو سره په  جګړه کې څه ناڅه  اتيا    تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه جګړه پرون وروسته له هغه پيل شوه چې وسله والو طالبانو  امنيتي ځواکونو ته دسر دزيان درامنځته کولو په مقصد دپراخ بريد نيت درلود.
دهرات دوالي وياند  جيلاني فرهاد ددغه خبر په تائيدولوسره دباخترآژانس  خبريال ته وويل  دغه جګړې   دچارقلعه او دسنګستان  په سيمو کې رامنځته شوې  چې له امله يې  ٣٥ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څه ناڅه  ٤٠ تنه نور ټپيان شول.
دهرات دوالي وياند وايي  دطالبانو څو نقيله واسطې ، يو زغره وال موټر او يوه اندازه جنګي وسايل هم په دې جګړو کې له منځه تللي دي.
دغه راز په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي چې په شينډنډ ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو ترمنځ  جګړه چې پرون مازيګر پيل شوې وه  دواړو لورو ته دسر زيان رامنځته شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته