سیاست

د کابینې نهو وزیرانو د لُوړې مراسم پر ځای کړل

کابل باختر دکب ١٧ م

د کابینې نهو وزیرانو چې په دې وروستیو کې یې د افغانستان له ولسي جرګې نه د باور رایه اخیستې ده، نن د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس حامد کرزي په وړاندې د لُوړې مراسم پر ځای کړل.

دجمهور رييس دويندوى دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ

په دغو مراسمو کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې پرځای شول، په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست مرستیالانو هم حضور درلود، دانرژۍاو اوبووزیر محمداسماعیل خان، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر امیرزي سنګین، د ښځو چارو وزیرې حسن بانو غضنفر، د عامې روغتیا وزیرې ډاکټر ثریا دلیل، د ترانسپورت او هوایي چلند وزیر داوود علی نجفی، د فواید عامې وزیر نجیب الله اوژن، د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عبیدالله عبید، د ښار او کور جوړولو وزیر حسن عبدالهی او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ویس احمد برمک د وفادارۍ لُوړه وکړه.

دوی سوګند وکړ چې په کابینه کې به د وزیرانو په توګه خپلې دندې د اسلام د مقدس دین د حکمونو، د اساسي قانون او نورو نافذه قوانینو په رعایتولو او د هېواد د اتباعو د حقوقو د ساتنې مطابق سرته رسوي، خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو ملي وحدت ساتي، په ټولو چارو کې خدای حاضر بولي او خپلې ورسپارل شوې دندې په صداقت سره سرته رسوي.

د لُوړې له مراسمو وروسته، د هېواد جمهور رئیس حامد کرزي د کابینې نویو نهو تنو وزیرانو ته د هغوی د دندو مبارکي وویله او هغوی ته یې د وطن او خلکو ته د خدمت په لاره کې د بریالیتوب هیله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته