امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان په زابل کې ووژل شول

کابل/ باختر/ د وري دمياشتې ۵ مه
څلور تنه وسله وال طالبان په زابل ولايت کې د پوځيانو په توپخانه يي بريدونوکې  ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه په ارغنداب ولسوالۍ په ځينو سيموکې بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې ٤ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه نور يې ټپيان شوي دي.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: دغه وسله وال طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو  چې بريد پرې وشو .
په يو بل خبر کې ويل شوي دي چې په زابل  ولايت کې د يو لړ چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي ځواکونو نن سهار د روزګان ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه شپږماينونه کشف او شنډ کړل.
تر اوسه پورې هيڅوک او يا ډلې د دغو ماينونو د ښخونو مسووليت په غاړه نه دى اخيستى، خو ځينې سيمه ييزې سرچينې وسله وال طالبان د دغې پېښې عامل بولي .
ختم_ سعيده _ اکرم 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته