کابل / د چنګاښ ۹مه / باختر
د بلخ د حج او اوقافو رياست ديني عالمانو او منسوبینو نن په يوه غونډه کې د سولې له پروګرام څخه ملاتړ اعلام کړ.
هغوی د جګړو له ښکيلو اړخونو څخه وغوښتل چې د جګړې د پاى ته رسولو او د وينې توييدو د بندولو په خاطر سوله وکړي او دغه ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.
د باختر آژانس د سيمه یيز خبريال د خبر له مخې؛ هغوى له خلکو څخه هم وغوښتل چې د جګړې دواړه خواوې سولې ته راوبولي او د جګړې په وخت کې عمومي او ټولګټې تاسیسات ويجاړ نه کړي.
ختم- شکريه-اکرم