سیاست

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د ازبکستان جمهوريت د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل .

کابل باختر د ثورپنځلسمه :
د افغانستان  د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين  حکمت خليل کرزي  د تروريزم  او د تاوتريخوالي  د رامنځته کوونکي بنسټپالنې پرخلاف  د مبارزې دکنفرانس تر څنګ  چې په دوشنبې ښار کې جوړ شوى و ،  د ازبکستان جمهوريت د بهرنيو چارو له وزير  عبدالعزيز  کاملوف سره  وکتل .
  د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ؛  په دې کتنه کې  دواړو لورو دسوداګرۍ ، اقتصادي ، سرحدي ، مواصلاتي او د اوسپنۍ د لارو د سيمه يېزو همکاريو د پراختيا او د څو اړخيزو پرمختيايي پروژو او په نورو بېلابېلو برخو کې  د همکاريو د پراختيا په لاره کې  د دوه اړخيزو همکاريو په ارزښت باندې ټينګار وکړ .    ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته