نړۍ

د تروريزم د قربانيانو شمېر په سلوکې اتيا زيات شوى دى

لندن- دويچه ويله – باختر د لړم دمياشتې ٢٧
په نړۍ کې د تروريستي ناوړو پيښو د وژل شويوکسانو شمېر هيڅکله د تېرکال په پرتله نه و. دوه ديرش زره تنه په بمي او ځانمرګو بريدونوکې ووژل شوي دي .
د ترور د قربانيانو په سلوکې ٨٠ زياتوالى په هيوادونو درانده اقتصادي لګښتونه اوړي.
د يوې نړيوالې څيړنې نتيجې ښيي چې په نړۍ کې د تروريستي بريدونو د قربانيانو شمېر ډير زيات شوى دى. په ٢٠١٤ م کال کې نړۍ د تروريستي عملياتو له امله د انساني تلفاتو د بسيارې ودې شاهده وه .
په لندن کې د سولې او اقتصاد د انستيتوت د رپوټ له مخې: ٣٢ زره ٦٥٠ تنه په په تروريستي بريدونوکې وژل شوي دي چې د ٢٠١٣ م کال په پرتله په سلوکې ٨٠ زياتوالى ښيي.
د دغه بنسټ د څيړنو له مخې: د نړيوال تروريزم اقتصادي لګښت هم زياته وده کړې ده.
دغه زيانونه په ٢٠١٤ کال کې ٥٣ مليارده ډالره و چې د ٢٠٠٠ م کال په پرتله لس ځلې زياتوالى ښيي.
د تروريزم پيل او زيانونه يوازې په لويديځو هيوادونو پورې محدود نه و؛ بلکې افغانستان، عراق نايجريا، پاکستان او سوريه پکې شامليږي.
په سلوکې ٧٨ ترور په دغو هيوادونوکې رامنځته شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته