امنیت

د قندهار په هوايي ډګر د راکټي بريد عاملان ونيول شول

کابل باختر د ليندى  پنځلسمه :
هغه شپږ تنه يرغلګر چې تېرکال يې د قندهار په هوايي ډګر راکټي بريدونه کړي و؛ د امنيتي ځواکونوله خوا ونيول شول.
د قندهار ولايت د رسنيو دفتر اعلام وکړ چې د ملي امنيت مامورينو د وسله والو مخالفينو د يوه قوماندان په ګډون دغه شپږ تنه ډار اچوونکي د قندهار ښار په مربوطاتوکې د عملياتو په بهير کې ونيول .
په هغې خبرپاڼه کې چې په دې اړوند خپره شوې ده؛ ويل شوي دي چې دغو ډار اچوونکو د يوکال په بهيرکې څلور ځلې د چمن له لارې له پاکستان څخه جنګي وسايل افغانستان ته ليږدولي دي چې له هغوى څخه يې د قندهار په هوايي ډګر او د ملي اردو په تاسيساتو په بريدونوکې استفاده کړې ده .
دغو کسانو چې د قندهار او زابل د ولايتونو اصلي اوسيدونکي دي؛ په لومړنيو تحقيقاتوکې په خپل جرم اعتراف کړى دى .
په تېر هجري لمريزکال کې پاکستان ته د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني له سفر او د هېواد د امنيتي مسئلو په باب له پاکستاني مقاماتو سره د ده له خپرو سره جوخت څو تنو ډار اچوونکو له يوې پوځې ساحې څخه د قندهار په هوايي ډګر راکټي بريدونه وکړل .
د قندهار په هوايي ډګر  د دغو جنايتکارانو په راکټي بريدونوکې زموږ پنځوس تنه هېوادوال شهيدان او په لسګونو تنه نور ټپيان شوي وو .
  په هغه وخت کې رحمت الله نبيل چې د ملي امنيت د لوى رياست مسووليت يې په غاړه درلود؛ په پاکستان د قندهار په هوايي ډګر د وسله والو طالبانو په بريد کې د لاس لرلو تور لګولى و .
رحمت الله نبيل په خبروکې ويلي و چې د افغانستان په کورنيو چاروکې د پاکستان په ډاګه لاس وهنې زموږ په هېوادکې د نا امنيو د سختوالي سبب شوې دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته