امنیت

پوځيان په جلال آبادکې د برېښنايي تذکرو د وېشلو په مرکزکې د ډار اچوونکو په ځپلو بوخت دي

کابل/ باختر/ د وږي٢٧مه 
د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښارکې د برېښنايي تذکرو د وېشلو په مرکزکې د يرغلګرو او پوځيانو ترمنځ نښته دوام لري.
پوځيان وايي په دې بريالي شوي دي چې د برېښنايي تذکرو د وېشلو ١٥ کارکوونکي وژغوري.
نن له غرمې وروسته د يوې بجې په شاوخوا کې څو ځانمرګو بريد کوونکو په جلال آباد ښارکې د برېښنايي تذکرو د وېشلو پر مرکز يرغل وکړ.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: لومړى يو يرغلګر په خپل بدن پورې تړلى بم د دغه مرکز په وړاندې وچاوه او وروسته نور يرغلګر دغه مرکز ته ننوتل او له پوځيانو سره يې په جګړې لاس پورې کړ.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل: پوځيان هلې ځلې کوي  چې يرغلګر له منځه يوسي.
هغه وويل چې پوځيانو تر اوسه پورې دوه يرغلګر وژلي دي.
خوږياڼى وايي: پوځيان په دې بريالي شوي دي چې د برېښنايي تذکرو د وېشلو د ادارې ١٥ کارکوونکي وژغوري.
ويل کېږي، د يرغلګرو د بريد په وخت کې د تذکرې يوشمېر غوښتوونکي هم په دغه مرکز کې وو.
تر اوسه پورې د پېښې له امله د سر د احتمالي زيان په باب څه نه دي ويل شوي او د بريد مسووليت هم هېچا يا کومې ډلې نه دى منلى.
مخکې له دې په افغانستان کې د طالبانو او داعش ډلو تل په دغه شان بريدونو لاس پورې کاوه .
جزئيات وروسته خپريږي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته