نړۍ

دايران دبهرنيو چارو وزير هند ته سفروکړ

نوي ډيلي ايرناد جوزا دمياشتي١١ نيټه :

دايران دبهرنيو چارو وزير علي اکبرصالحي ديو رسمې سفر لپاره نن دهندپايتخت نوي ډيلي ته ورسيد.

دايران دبهرنيو چارو وزير به په دې سفر کې دناپيلتوب دغورځنګ دغړو هيوادونو دمشرانو په شپاړلسمه غونډه کې دګډون په مقصد دايران دجمهورررييس محموداحمدي نژادبلن ليک دهندصدراعظم منموهن سنګهه ته وړاندې کړى .

ټاکل شوې ده دغه غونډه دروان کال دوږي په مياشت  کې په تهران کې جوړه شي .

دايران دبهرنيو چارو وزير به په دې سفر کې دهند له صدراعظم سره په کتنې سربيره ددغه هيواد دبهرنيو چارو له وزير اودملي امنيت له سلاکارسره هم وګوري  اوپه بيلابيلو سياسي اواقتصادي برخو کې به ددواړو هيوادونو  داړيکو په باره کې خبري وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته