سیاست

د سولې د عالي شورا د نړيوالو چاروسلاکار: د سولې عالي شورا او طالبانو د سولې د خبرو د دوام په باب د دوو کميسيونونو له جوړولو سره موافقه کړې ده

کابل باختر د کب شلمه :
د سولې د عالي شورا د نړيوالو چارو سلاکار وايي چې د دغې شورا او د طالبانو ترمنځ موافقه شوې ده چې د سولې د خبرو د دوام په مقصد دې دوه کميسيونونه جوړ شي.
د سولې د عالي شورا د نړيوالو چارو سلاکار محمد اسمعيل قاسميار چې د باختر آژانس له خبريال سره يې خبرې کولې؛ وويل چې له طالبانوسره د دوو کميسيونونو  د جوړولو په باب موافقه شوې ده؛ يو کميسيون به د سولې په عالي شوراپورې اړه ولري اوبل کميسيون به د طالبانو په ډلې پورې اړوند دى چې د سولې د خبرو بهير دوام  ومومي. خو دکميسيون  ترکيب لا تراوسه پورې نه دى مشخص شوى.
دغه راز د خبرو وخت او ځاى هم نه دى ټاکل شوى.
د قاسميار  دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې په دې وروستيو وختوکې ځينو کورنيو رسنيو د سولې د عالي شورا د نړيوالو  چارو د سلاکار له  خولې خبر ورکړ چې ګنې د طالبانو له ډلې سره دسولې دخبرو دويم پړاو به ډير ژر په دوبى ښار کې پيل  شي. په داسې حال کې چې قاسميار  په لڼد وخت کې له طالبانو سره دخبرو د دويم پړاو پيل نه تاييدوي.
له طالبانو سره د خبرو موضوع په داسې حال کې طرحه کيږي چې ځينې کړۍ او سياسي کارپوهان وايي چې ګنې  هغه مرکچي هيئت چې په دوبى کې يې  دطالبانو په نامه د سولې د عالي شورا له استازو سره خبرې وکړي؛ د طالبانو استازي نه و. دکويټې د شورا يو شمېر غړو هم ويلي دي: هغه کسان چې دوبى ته تللي دي؛ د طالبانواستازيتوب نه شي کولاى.
  اسمعيل قاسميار  ددغو خبرو په غبرګون کې څرګنده کړه: هغه کسان چې دطالبانو په استازيتوب دوبى ته ورغلي دي؛ دطالبانو په دننه کې ستر شخصيتونه دي چې په دغې ډلې خاصې اغيزې لري او له شک پرته د سولې په بهير باندې هم اغيزمن دي او د سولې عالي شورا کولاى شي د هغو له امکاناتو او نفوذ څخه  په هيوادکې د سولې او ثبات په ګټه کار واخلي.
ديادونې وړده چې پخوا د سولې د عالي شورا جګپوړو استازو د طالبانو له استازو سره دعربي متحده اماراتوپه دوبى ښارکې کتلي وو.
د سولې د عالي شورا د دارالانشا رييس محمد معصوم ستانکزي دغه خبرې  سړې  وبللې  او آغاجان معتصم چې د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې د ماليي وزير و؛ د دغو خبرو په ملاتړ يوه اعلاميه خپره کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته