کابل باختر دمرغومي درې ويشتمه :
ديارلس تنه وسله وال طالبان په تيرو څليرويشتو ساعتو کې دهېواد په شمال ختيځ زون کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبر ورکړ.
اته تنه وسله وال طالبان دپامير – ١ عملياتو په دوام دکندز ولايت په ناامنو سيمو کې ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
دغه راز پنځه تنه وسله وال طالبان د حضرت سلطان ولسوالۍ په مربوطاتو کې دخپل ښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله ووژل شول .
1 د یوې دقیقې څخه لږ