امنیت

ملي امنيت : دحقاني شبکه او لښکر طيبه په کابل کې د وړمې ورځې دتروريستي پيښو عامل دي .

کابل باختر د ثور يو ويشتمه : دملي امنيت دادارې چارواکي وايي چې په کابل کې دوړمې ورځې د ځنځيري بريدونو پلان دحقاني دشبکې له خوا جوړ شوى و . دباختراژانس دخبرله مخې ،وړمه ورځ کابل ددريو ډار اچوونکو بريدونو دګر و . لومړى بريد ديوې ډلې يرغلګرو له خوا دکابل ښار دپوليسو په ديارلسمې حوزې وشو، دوو تنو يرغلګرو دلاسي بم په کارولو سره هلې ځلې وکړې چې دپوليسو ديارلسمې حوزې ته ننوځي خو دواړه يرغلګر له امنيتي ځواکونوسره له نيم ساعته نښتې وروسته ووژل شول . دپوليسو دديارلسمې حوزې په نښته کې دوه تنه پوليسان هم شهيدان شول . ويل کيږي چې دحوزې دجنايي پيښو پرخلاف دمبارزې امر د قربانيانو په ډله کې شامل دى او دحوزې مرستيال ټپي شوى دى . په دويمه پيښه کې لکه څنګه چې دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حشت الله ستانکزي وايي دريم يرغلګر دکابل ښار په شپږمې ناحيې پورې اړوند دمهتاب کلا ګولايي په ساحه کې مخکې له دې چې موخې ته ورسيږي دامنيتي ځواکونو له خوا له پښو وغورځول شو . خو دکابل ښار دپوليسو په لسمې حوزې بريد يو څه پيچلى و، پنځو تنو ځانمرګو بريدګرو هلې ځلې وکړې چې حوزې ته ننوځي خوبريالي نه شول، هغو دودانۍ په شاوخوا کې سنګرونه ونيول اوله امنيتي ځواکونو سره يې تر ماښام پورې متقابلې ډزې وکړې . دکورنيو چارو وزير ويس احمد برمک وايي په دغو بريدونوکې ددوو تنو پوليسانو په ګډون پنځه تنه شهيدان او شپاړلس تنه نور چې پوځيان اوملکي وګړي پکې شامل دي ټپيان شوي دي . دى وايي چې ځانمرګي بريدګر د موټر په واسطه ليږدول شوي وو، برمک پخوا په سنامجلس کې ويلي وو چې ځينې تروريستان دتورو ښيښولروونکو موټرو په واسطه کابل ته ليږدول کيږي هم دداعش ډلې او هم دطالبانو ډلې دواړو په دغو بريدونوکې دمسووليت ادعا کړې ده . دملي امنيت دادارې چارواکي وايي چې ددغو بريدونوپلان دحقاني شبکې له لورې دپاکستان دلښکر طيبه په همکارۍ طرحه شوى و . دروان کال دثور دمياشتې د ١٩ نيټې دچارشنبې دورځې بريدونه په داسې حال کې کيږي چې طالبان دخندق په نامه عمليات پيل کړي دي خود طالبانو ددغو عملياتو دپيل کيدو له امله ملکي وګړو ته زيات زيانونه او تاوانونه اوښتي . هغوى تيره اوونۍ دکابل ښار دشش درک په ساحه کې دځانمرګي بريد په ترسره کولو سره دنهو تنو خبريالانو په ګډون کابو شل تنه شهيدان کړل . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته