ټولنه

په هيوادکې سبا عمومي رخصتي ده

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٨
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د کابينې له پريکړې سره سم او د جمهور رييس محمد اشرف غني په لارښوونه سبا د وږي د مياشتې نهه ويشتمه د يکشنبې ورځ چې د افغانستان د پخواني جمهور رييس او د سولې د عالي شورا د پخواني رييس پروفيسر برهان الدين رباني د شهادت له کاليزې سره برابره ده؛ په هيوادکې عمومي رخصتي اعلام شوې ده.
ختم-سعيده-حامد
د امريکا او روسيې د دفاع وزيرانو د سوريې په باب خبرې وکړې
١٥-واشنګټن بى بى سي- باختر د وږي دمياشتې ٢٨
د امريکا او روسيې د دفاع وزيرانو په سوريه کې د جګړې په باره کې خبرې وکړې.
څه د پاسه يو کال کيده چې دغو دواړو وزيرانو خبرې نه وې کړې.
باختر آژانس د بهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ:
اشتون کارتر له خپل روسيې سيال سرګي شويګو سره په دې باره کې خبرې کړې دي چې دواړه لوري څه ډول کولاى شي د سوريې په خاوره کې د خپلو ځواکونو د ناڅاپي نښتې مخه ونيسې؟
د روسيې حکومتي رسنيو هم په دې باره کې ويلي دي چې دغه خبرې تاييد شوې دي چې دواړه لوري په سوريه کې (ګډې زمينې) لري.
مسکو د سوريې د حکومت ملاتړ کوي، خو امريکا د دغه بحران دحل کولو لپاره دسوريې دجمهور رييس بشار اسد ګوښه کيدل اساسي بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته