کابل باختر دوږي ديرشمه :
د ننګرهار ولايت د داعشيانو پرسنګرونو د نويوهوايي بريدونو ډګر دى.
دغه بريدونه په تيرو څليرويشتو ساعتوکې د ننګرهار ولايت په ځينو سيموکې د داعشيانو پرسنګرونو ترسره شوي دي.
لومړي بريدونه تېره شپه په دره نور ولسوالۍ کې د داعشيانو پرپټنځيو ترسره شول .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د افغانستان هوايي قوتونو د بريدونو له امله د داعش د ډلې اته تنه غړي ووژل شول او د دغې ډلې د دوو قوماندانانو په ګډون څلور تنه نوريې ټپيان شول .
ده وويل: ددغو بريدونو له امله دداعشيانو څو پټنځي ويجاړ شوي دي.
دغه راز اووه تنه داعشيان د ننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د داعشيانو پرسنګرونو په هوايي بريدونوکې ووژل شول.
په دغو داعشيانو تېره شپه د اچين ولسوالۍ په ځينو برخوکې په خپلو پټنځيو کې کله چې د يولړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو؛ بريد وشو.
ديوبل خبر له مخې:
اته تنه داعشيان د ننګرهار ولايت د اچين په ولسوالۍ د هوايي بريد له امله ووژل شول.
په دغو داعشيانو کله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت وو؛ هوايي بريد وشو .
0 1 دقیقه لوستل