سیاست

د کول حشمت خان د ساحې د ستونزو د څيړنې د کميټې د کار رپوټ د جمهور رييس فوق العاده استازي ته وړاندې شو

کابل باختر د غبرګولي  دريمه :
د جمهور رييس د فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود له پخوانينو لارښوونو سره سم د ځمکې خپلواکې ادارې د کول حشمت خان د ستونزو په اړوند په يوه مفصل پيشنهادکې د زبرځواکو له خوا د کول حشمت خان د ساحې د دولتي ځمکو د غصب او ټولې ستونزې وپيژندلې او د جمهور رييس فوق العاده استازي ته يې وړاندې کړې.
د جمهور رييس د فوق العاده استازي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په هغې غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه؛ د زبرځواکو له خوا د دولت د غصب شويو ځمکو او په دې ساحه کې د خلکو د سيمه ئيزو ستونزو په اړوند هر اړخيزې خبرې وشوې او د دغو ستونزو د حل کولو لپاره لازم تصميمونه ونيول شول .
  د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې دجمهور رييس فوق العاده استازي اړوندو مسوولينو ته لارښوونې وکړې چې خپل ټول کارونه په چټکتيا سره ترسره کړي او د کول حشمت خان د ساحې د غصب او د هغې د ساتنې په اړوند لازم اقدامات ترلاس لاندې ونيسي .
د جمهور رييس فوق العاده استازي مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې د يوې مياشتې په دننه کې دې د خپلو کړنو رپوټ ده ته وړاندې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته