امنیت

د (پنځم خنجر) عمليات په برياليتوب سره پاى ته ورسيدل

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٦
د فارياب ولايت په المار ولسوالۍ د وسله والو طالبانو بريد د امنيتي او وګړنيو ځواکونو له خوا شنډکړى شو او دښمن ته د سر دروند زيان واوښت .
په فارياب ولايت کې د ٢٠٩شاهين قول اردو د لومړۍ لوا د قوماندانۍ مطبوعاتي مسول جګړن محمد رضا رضايي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د بهرنيو اتباعو په ګډون سلګونو تنو وسله والو طالبانو تيره اوونۍ دفارياب ولايت د آلمار ولسوالۍ په قره يي سيمې وحشيانه بريدکړى و؛ خو کلي يې نيولي او ماشومان يې په وحشيانه ډول شهيدان کړي وو.
خبرځاى زياته کړه: د (پنځم خنجر) په نامه محاربوي عمليات د ٢٠٩ شاهين قوماندانۍ د ځواکونو له خوا د وګړنيو ځواکونو په همکارۍ د طالبانو له منګولو څخه د خپلو سيمو د بېرته نيولو په مقصد ترسره شول چې دغه عمليات تر ماښام په برياليتوب سره پاى ته ورسيدل .
ده زياته کړه: د دغو عملياتو په بهيرکې ١٢تنه وسله وال طالبان ووژل شول او١٨ تنه طالبان ټپيان شول چې د دوى دوه تنه قوماندان ملا محمد او امير محمدهم په وژل شويو کسانو کې شامل دي.
دغه راز د دغو عملياتو په بهيرکې د دښمن دولس موټر سايکلونه هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
ويل کيږي ددغو عملياتو په بهيرکې درې تنه وګړني ځواکونه شهيدان او دوه تنه نور برسيرن ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته