روغتیا

د نړۍ روغتيايي سازمان له عامې روغتيا وزارت سره مرسته وکړه

 کابل / د وري ٢٦ مه / باختر
په افغانستان کې د نړۍ د روغتيايي سازمان استازى ډاکټر پيرکورن د نړۍ د روغتيايي سازمان مرستې چې له افغانستان سره شوې دي؛ د عامې روغتيا وزارت ته وسپارلې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغو مرستو کې ١٠ زره محافظتي کېټونه او د کرونا ويروس د تشخيص  ١٢ زره کېټونه شامل دي.
د عامې روغتيا وزير ډاکټر فېروزالدين فېروز د نړۍ د روغتيايي سازمان د مرستو له امله مننه وکړه او دغه سازمان يې د عامې روغتيا وزارت له مهمو همکارانو څخه وباله.
دغه راز د عامې روغتيا وزير ټينګار وکړ چې مرسته شوي توکې کولاى شي د کرونا ويروس په وړاندې د روغتيايي کارکوونکو د ځان د ساتنې او د دغه ويروس د مثبتو پېښو د تشخيص په برخه کې مرسته وکړي او اوس دغه روغتيايي توکي د دغه وزارت له مهمو اړتياوو څخه شمېرل کېږي.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته