امنیت

په فارياب کې دوسله والو طالبانو دډلې ديوه کليدي غړي په ګډون دڅلورو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د ليندي لومړى :
  دوسله والو طالبانو دډلې ديوه کليدي  غړي په ګډون ٤ تنه وسله وال طالبان دفارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې ووژل شول
  د ٢٠٩ شاهين قول اردو  دمطبوعاتو مسوول جګړن نصرت الله جمشيدي باختراژانس ته وويل چې دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دفارياب ولايت دقيصار ولسوالۍ لپاره نومول شوي  مرستيال  مولوى عبدالعلي له  دريو تنو نورو طالبانو سره ددغه ولايت دقيصار ولسوالۍ په اسفلان  کلي کې دپوځيانو په هوايي  بريدونوکې ووژل شو.
  په دغو  هوايي بريدونوکې دوسله والو طالبانو دډلې  له خوا دقيصار ولسوالۍ لپاره دنومول شوي قاضي مولوي عبدالله په ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان ټپيان شول .
  ختم- عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته