نړۍ

ملګري ملتونه په مرکزي افريقا کې د زرګونو تنو پوځي ځواکونو د ځاى پرځاى کولو اجازه صادره کړه.

نيويارک دروسيې غږ باختر دليندۍ دمياشتې ١٥
د ملګرو ملتو د سازمان د امنيت شورا پرون د مرکزي افريقا په جمهوريت  کې دافريقا داتحاديې او دفرانسې د اردو دڅو زرو تنو ځواکونو دځاى پرځاى کولو اجازه صادره کړه.
دملګرو ملتو دسازمان دامنيت په شورا کې دتصويب شوې پريکړه ليک له مخې
د افريقا داتحاديې درې زره شپږ سوه تنه ځواکونه او د فرانسې يو زرو دوه سوه تنه سرتيرې به دامنيت دټينګښت اودملکي وګړو دملاتړلپاره مرکزي افريقا ته لاړ شي.
دغه افراد له هغو دوه زره پنځه سوه تنو افرادو سره چې پخوا په دغه هيواد کې ځاى پرځاى شوي و ، يوځاى کيږي.
دخبرونو له مخې ، دمرکزي افريقا په جمهوريت کې دمسلمانانو او مسيحيانو ترمنځ نښتې  او د نسل وژنې د رامنځته کيدو ويره پياوړې کړي ده .   دغه بيوزله هيواد د نږدې پنځو مليونو تنو وګړو سره چې زياتره يې مسيحيان دي کله چې دپسرلي په  پيل کې مسلمانو جګړه مارانو  واک ترلاسه کړ په نښتو او بحران اخته شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته