اقتصاد

دبلخ صنعتکاران خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړل

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٤
په بلخ کې دصنعتکارانو داتحاديې صنعتي نندارتون پرانستل شو.
په مزارشريف ښارکې يو شمير صنعتکارانو او دفابريکو خاوندانو دخپلو لاسي صنايعو توليدات دڅلورو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړل او له خلکو څخه غواړي چې دکورنيو توليداتو ملاتړ وکړي تر څو وکولاى شي نړيوالو بازارونو ته لاره پيدا کړي.
دبلخ ولايت دصنعتکارانو داتحاديې مسوول سيد ظاهر روشن زاده ددغه نندارتون دجوړولو موخه کورنيو محصولاتو ته بازار موندل وبلل او زياته يې کړه چې په بلخ ولايت کې څلور سوه فابريکې شته خو له دې جملې څخه نږدې درې سوه فابريکې فعاليت لري.
ديادونې وړ ده چې دافغان صنعتکارانو لاسي صنايع او کورني توليدات  نه يوازې په کورنيو بازارونو کې بلکې په بهيرنيو بازارونو کې هم زيات ارزښت لري. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته