کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٣ :
په کابل او د هېواد په ځينو ولايتونوکې نن شپه د واورې او باران اورښت پيليږي او سبا هم دوام کوي.
باختر آژانس د هوا پوهنې د سايټ له خولې خبر راکړ چې په کابل او د هېواد په يوشمېر ولايتونوکې د واورې او د باران اورښت له شپې څخه پيليږي او سبا هم دوام کوي.
که چېرې دغه اټکل تحقق ومومي؛ دا به په کابل کې د ژمي په فصل کې د واورې او باران لومړى اورښت وي او په کابل کې به د هوا د ککړتيا کچه کمه شي او برسېره پر دې دا به د اوبو د زياتوالي سبب هم شي .
زياتره خلک او بزګران د واورې او باران اورښت ښه خبر بولي او د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا د اعلاميې په پربنسټ چې د وچکالى د پاى ته رسيدو په خاطر د هېواد له خلکو څخه يې غوښتي دي چې د استسقاء لمونځ ادا کړي او له خلکوڅخه غوښتنه کوي چې دغې بلنې ته مثبت ځواب ورکړي.
3 1 دقیقه لوستل