اقتصاد

د ازبکستان ترمز بندر: افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد تر ټولو لویه لار ده

کابل/ د ليندۍ٢٥مه / باختر:
په ازبکستان کې د ترمز بندر په دې ورځو کې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو تر ټولو لوی ترانزیتي لار ګرځېدلې ده.
له یوې خوا د افغانستان هوايي ډګرونه او له بلې خوا د ترمز بندر افغانستان ته د نړیوالو بشري مرستو د کڅوړو د استولو وسیله ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګروملتو د سازمان عالي کميشنرۍ باخترآژانس ته وويل؛ د دغو مرستو زياتره برخه د ترمز بندر له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي .
دې سازمان په دې وروستیو کې اعلام وکړ په افغانستان کې د اړو کسانو لپاره د نړۍ نوي مرستې د ترمز بندر له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.
ټاکل شوې ده دغه مرستې چې خوراکي توکي او درمل په کې شامل دي، اړو کسانو او د ناروغانو د درملنې په موخه وکارول شي .
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته