کابل باختر د مرغومي پنځمه :
په کندز ولايت کې نن د افغان امنيتي ځواکونو په عملياتوکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول .
د پامير-٢٠ فرقې وياند غلام حضرت کريمي د باخترآژانس خبريال ته وويل: دپامير په نامه دغه عمليات تېره شپه په کندز ښار پورې اړوندو بزقندهاري او حضرت سلطان سيموکې ترسره شول.
ده زياته کړه چې دغه عمليات په دغو ساحوکې د دښمنانو تر بشپړ ځپلو پورې دوام لري.
ديوبل خبرله مخې:
په لغمان کې نن سهار دوه تنه ملکي وګړي په واټ کې د ښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله شهيدان شول.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وسله وال طالبان د دغې پيښې عاملين وبلل .
0 د یوې دقیقې څخه لږ