کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٠ :
درې تنه مشکوک کسان تيره شپه دملي اردو دځواکونو له خوا په لغمان ولايت کې ونيول شول .
په لغمان ولايت کې د ٢٠١سيلاب قول اردو دمطبوعاتو مسوول ډګروال محمدنعمان هاتفي دباخترآ ژانس خبريال ته وويل: دملي اردوځواکونو په هغو عملياتو کې چې دلغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره کړل؛ درې تنه مشکوک کسان ددغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول.
خبرځاى زياته کړه: د دغو عملياتو په بهيرکې دملي اردو ځواکونه په دې بريالي شول چې څلور ماينونه کشف اوشنډکړي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ