امنیت

دولس وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول .

-کابل / دسلواغې  ٢٥مه / باختر :
١٢وسله وال طالبان په روزګان کې  له پوځيانو سره په نښتو کې ووژل شول.
دغه جګړې له تېرې شپې څخه تر نن سهار پورې ددهراود ولسوالۍ په ځينو برخواو دترينکوت ښار په مربوطاتو کې ونښتې .
دهېواد په جنوب کې اتل قول اردوديوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې په دغو نښتو کې  ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي دي .
خبرپاڼه زياتوي  زياتره طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت ووچې بريدونه پرې وشول .
درارسيدلو خبرونوله مخې :ددغونښتو په پاى کې دطالبانو څو جنګي وسايل  دپوځيانولاس ته ورغلل .
ديوبل خبرله مخې ،  پوځيانودروزګان په ګن ميشتو لارو کې د١٥ ماينونو په کشفولو سره ديولړ چاودنو درامنځته کيدو مخه ونيوله .
طالبان ددغو ماينونو دښخولو عاملان بلل شوي دي .
ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته