کابل/ د چنګاښ ۷مه/باختر
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په کابل کې د جاپان له مېشت سفير تاکاشي اوکادا سره وکتل.
دواړو لوريو د افغان سولې پروسې په برخه کې د ګډو هڅو او امنيتي وضعيت په هکله خبرې وکړې.
د جاپان سفير وويل چې دلته به خپل ډيپلوماټيک حضور ساتي او په جنيوا کنفرانس کې پر کړو ژمنو به عمل وکړي.