امنیت

نهه تنه وسله وال ياغيان ووژل شول

کابل   باختردليندي دمياشتې  ٧ :
دافغان امنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې  نهه تنه وسله وال ياغيان ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
دملي پوليسو ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتو کې  دکابل ، کندز، بلخ ، قندهار، ارزګان، لوګر  اودهلمند دولايتونو په ناامنوسيمو کې  يولړعمليات ترسره کړل چې له امله يې نهه تنه ياغي طالبان  ووژل شول او شپږتنه نوريې ونيول شول.
دغه راز ددغو عملياتو په بهيرکې يو زرو دوه سوه اتياکېلوګرامه نشه يي توکي ، پنځه  ميله  ډول ډول وسلې ، ددرندو وسلو يوڅلويښت ګولۍ ، دسپکو وسلو اتيا ګولۍ ، څلور پنځوس ډول ډول ماينونه ، شپيته کېلوګرامه چاوديدونکي توکي او نور  پوځي  تجهيزات او وسايل ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبرله مخې  دلغمان اوفارياب دولايتونو پوليسو دوسايطو ضد درې ماينونه چې دوسله والو مخالفينو له  خوا دتروريستي او ورانکارو فعاليتونو دترسره کولو  په مقصد ددغو ولايتونو  په مربوطاتو کې ځاى پرځاى کړي شوي و  کشف اوشنډکړل.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته