ښوونه او روزنه

دکانونو له انستيتوت څخه يو سلولس تنه فارغ شول

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٥
دلومړي ځل لپاره دلوګر ولايت د کانونو له انستيتوت څخه يو سلولس تنو نن د فراغت سندونه ترلاسه کړل .
دلوګر ولايت دپوهنې رييس انجينير محمد اکبر ستانکزي باختر آژانس ته وويل: دغه کسان د کانونو د پيژندلو په څانګه کې له دوه کلنې زده کړې وروسته فارغ شوي دي.
ده وويل: د دغې دورې دغه فارغان کولاى شي دکانونو په برخه کې کار او فعاليت وکړي.
دغه راز دلوګر ولايت مرستيال محمد هاشم فيض د دغو کسانو فراغت يو ښه ګام وباله او له دوى څخه يې وغوښتل چې د هيواد په پرمختګ او په راتلوونکو انتخاباتوکې فعاله ونډه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته